سرپل ولایت کې د څښاک پاکو پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې

Bawar Media CenterMay 19, 2021128
408_Sarepul

سرپل ولایت کې د څښاک پاکو ۴۰ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي چې په دې سره د دې ولایت د څه باندې دوه زره کورنیو ستونزې د څښاک پاکو د نشتون له اړخه حل شوې دي.
د سرپل کلیو او پراختیا رئیس انجنیر احمد جاوید جاوید وايي چې دا پروژې د هېواد د کلیو او پراختیا وزارت د اوبو رسونې ملي خپرونې له لارې او د ملګرونو ملتونو سازمان یونسیف دفتر څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ مالي لګښت ښاري ښوونځیو، د سرپل لومړۍ ناحیې، شهر نو او د دې ولایت مرکز په خارکش او آسیاباد کلیو کې پلې شوې دي.
د سرپل مرکز یو شمېر اوسېدونکو د یادو پروژو د پلې کېدو په برخه کې د دې ولایت له وکیلانو د مننې ترڅنګ وویل چې پخوا د کورنیو ماشومانو په ډېرو ستونزو سره د څښاک پاکې اوبه له لرو ځایونو راوړلې چې دمګړۍ د دې پروژو په پلې کېدو سره د دوی ستونزې حل شوې دي.
څه موده مخکې هم د سرپل ولایت د کلیو او پراختیا ریاست چارواکو د دې ولایت په سانچارک او بلخاب ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو د ۲۳ پروژو له ګټې اخیستنې خبر ورکړی وو.
خبریال: محمدیونس نعیمي