سمنګان کې د رضاکاره ځوانانو لخوا څه باندې درې زره کتابونه راټول شوي

Bawar Media CenterMay 22, 202153
412_Samangan

سمنګان ولایت کې یو شمېر ځوانانو د کتاب راټولولو کمپاین له لارې د خرم او سارباغ ولسوالۍ د خرم عامه کتابتون لپاره څه باندې درې زره جلده کتابونه راټول کړي دي.
د یاد کمپاین ترسره کوونکی روح‌الله حبیب وايي چې دې ولایت کې د کتاب لوستلو پېکه فرهنګ په کتو، ده او یو شمېر همکارانو یې د کتاب راټولولو کمپاین لاس پورې کړی دی.
هغه زیاتوي، تمه یې نه درلوده چې د دوی دا کار به دومره وستایل شي او ډېری کسانو چې یاد کمپاین سره د کتابونه مرسته کړې ځوانان دي.
سمنګاني ځوانانو د مطالعې فرهنګ دودولو او کتاب راټولولو دا کړنه ستایلې او غواړي چې دا ډول کمپاینونه لا ډېر شي.
سمنګاني ځوانان پداسې حال کې د کتاب راټولولو لاس پورې کوي چې د سمنګان ولایت په کچه یوازې یو عامه کتابتون د دولت اړوند شتون او فعالیت لري چې ډېری کتابونه یې له تېرو کلونو او زاړه دي چې د ځوانانو په ځانګړي توګه د زدکړیالانو شته اړتیاوې نشي پوره کولی.
خبریال: شمس‌الدین میزایی