بدخشان کې د بڼوالۍ فرهنګ د پام وړ وده کړې

Bawar Media CenterMay 24, 202154
414_Badakhshan

د بدخشان کرنې ریاست چارواکي وايي چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې ریاست له هڅو، د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ او د بڼوالو روزنې په پایله کې په دغه ولایت کې د بڼوالۍ فرهنګ د پام وړ وده کړې.
د بدخشان کرنې ریاست کرنیزو چارو امر انجنیر نصیراحمد احمدي وايي چې په وروستیو کلونو کې د کرنې ریاست په هڅو او د یو شمېر بنسټونو په همکارۍ په دې ولایت کې څه باندې لس زره قطعې بڼونه جوړ شوي دي.
د هغه په وینا، که څه هم د دوی د بڼوالۍ پروژه یو کال کېږي چې بشپړه شوې، خو خلک لیواله دي چې د خپلو شخصي امکاناتو په کارولو سره بڼونه جوړ کړي او هر کال سلګونه بڼونه د دې ولایت په ولسوالیو کې د ځايي خلکو لخوا رامنځته کېږي.
د بدخشان یو شمېر بڼوال چې له کلونو راهیسې د میوه لرونکو نیالګیو په اخیستلو سره یې نوي بڼونه جوړ کړي چې د دوی په وینا، هغوی توانیدلي د بازار د اړتیا پوره کولو سربېره د خپلې کورنۍ اقتصاد سره هم مرسته وکړي.
نجیب الله چې د بدخشان ولایت یو تن بڼ لرونکی چې له لسو کلونو راهیسې د میوه لرونکو نیالګیو د روزنې او خرڅلاو کاروبار کوي او په کال کې زرګونه میوه لرونکي نیالګي دولتي او غیر دولتي بنسټونو او بڼ جوړونکو باندې پلوري.
د بدخشان کرنې ریاست چارواکي وايي چې دوی په دې هڅه کې دي څو د بڼوالۍ رامنځته کېدو نوي سیستمونه بڼوالو ته ور زده کړو.
خبریال: سمیع‌الله سیحون