د بلخ ولایتي شورا: که په بلخ کې د بریښنا بیه راټیټه نه شي، د کابل بریښنا پرې کوو

Bawar Media CenterMay 24, 202151
417_Balkh

ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د بلخ د خلکو استازو، مدني ټولنې غړو د بلخ برېښنا عدالت غوښتنې ډلې د برېښنا ادارې چارواکو سره د برېښنا بیې ټيټوالي او خدمتونو په هکله بحث او خبرې سره وکړې.
د بلخ برېښنا عدالت غوښتنې ډلې په یاده ناسته کې ټينګار وکړ څو چې د برېښنا بیه یو شان نشي، د برېښنا د لګښت پيسې نه تحویلوي او حتی د بریښنا ریاست دروازې ته به پرلټ وکړي.
د هغوی په وینا دوی په ځلونه دا ستونزه له چارواکو سره شریکه کړې، خو دې ستونزې ته د ډېرو ژمنو سره سره تراوسه هېڅ کړنه نده ترسره شوې.
په همدې حال کې ولسي جرګه کې د خلکو استازي وايي چې د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او ټینګار کوي چې باید د بلخ ولایت بریښنا بیه له نورو ګاونډیو ولایتونو سره یو شان شي هغوی ادعا کوي چې برېښنا د دولتي چارواکو د کورنو او دفترونو د پیسو راټولولو توان نه لري، نو له همدې امله پر خلکو د برېښنا بیه لوړوي.
په ولسي جرګه کې د بلخ خلکو استازی ګلرحمن همدرد د بلخ ولایت برېښنا بیې په وړاندې مرکزي حکومت په توپيریز چلند تورنوي او د انرژۍ د خدمتونو د تنظیم ادارې څخه یې وغوښتل چې نور خلک مه غولوئ او د برخې ته جدي پام وکړي او همدارنګه یې د یادې ستونزې پر ژر حل ټینګار وکړ.
بل لور ته د بلخ ولایتي شورا رئیس محمد افضل حدید خبرداری ورکړ چې که یادې ستونزې ته رسېدنه ونشي د کابل برېښنا چې د مزارشریف لوري څخه کابل سره ټړل کېږي پرې کوي.
په همدې حال کې د افغانستان انرژۍ خدمتونو تنظیم ادارې چارواکي وايي چې د بلخیانو غوښتنې یې له کابینې سره شریکې کړې چې د دوی غوښتنې ته به رسېدنه وشي.
د انرژۍ خدمتونو تنظیم ادارې لوی سلاکار رضا حیدري وايي چې د هېواد ټولو ولایتونو د برېښنا بیې یو شان کېدو طرح ترلاس لاندې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په بلخ ولایت کې د هر کیلووات برېښنا بیه ۶،۲۵ افغانۍ ده چې د هېواد په نورو ولایتونو کې بیا د برېښنا بیه د دې ولایت په پرتله کمه ده.
خبریاله: مهناز موزون