سرپل کې د امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ غونده وشوه

Bawar Media CenterMay 24, 2021123

د سرپل ولایتي شورا استازي او مدني ټولنې فعالین په دې ولایت کې د شته امنیتي وضعیت څخه اندېښنه لري او له مرکزي دولت غواړي چې یادې برخې ته پاملرنه وکړي.
د سرپل ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني د یو خبري کنفرانس له لارې د یاد ولایت امنیتي وضعیت په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړه او له مرکزي دولت او امنیتي سکتور څخه یې وغوښتل چې د دې ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي د دې ولایت خلکو په استازولۍ ژمنه وکړه چې له بل هرمهاله د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او له هغوی سره همکاري کوي.
د سرپل مدني ټولنې رئیس او غړو د دې ولایت د امنیتي وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له خلکو وغوښتل څو د نظام ترڅنګ ودریږي او له خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او هغوی سره د امنیت د لا ښه ټینګښت په برخه کې همکاري وکړي.
په همدې حال کې د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني د شته امنیتي ستونزو په منلو سره خلکو ته ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه کولی شي په خپلواکه توګه له خلکو او خپلې خاورې دفاع او ساتنه وکړي او له خلکو یې هم و وغوښتل چې د امنیت د لا ښه ټینګښت په برخه کې له دې ځواکونو سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپل امنیتي چارواکو په وینا، تېره شپه د دولت ضد وسله والو مخالفینو د دې ولایت پر مرکز او د صیاد، سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسوالیو پر مرکزونو او د سرپل – جوزجان او سرپل سوزمه قلعه لویو لارو ډله ییز بریدونه کړي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په شاه تمبول شوي دي.
خبریال: محمد یونس نعیمي