بلخ کې یو ماشوم د تښتونکو له منګولو را خوشي شو

Bawar Media CenterMay 27, 202140
420_Balkh

د بلخ ولایت ځایي چارواکي د دې ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د څلور کسیزې ډلې له منګولو د الهام په نامه د یو ۱۶ کلن ماشوم د ژغورنې خبر ورکوي.
دا چارواکي وايي چې یاد ماشوم د ښوونځي له لارې تښتول شوی وو چې د ملي امنیت ځواکونو لخوا د ښار په چغدک سیمه کې وموندل شو او د بلخ والي لخوا یې بیرته کورنۍ ته وسپارل شو.
د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي وايي چې د ماشوم د ژغورنې عملیاتو کې یو تښتوونکی وژل شوی او درې تنه ژوندي نیول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې له اووه میاشتو راپدېخوا تښتول شوی عبدالروف د تښتونکو په منګولو کې دی او حکومت هم تر دې مهاله د یاد ماشوم د خلاصېدو په برخه کې پاتې راغلی دی.
خبریاله: مهناز موزون