کندوز کې له بېځایه شوو کورنیو سره حکومت مرسته کوي

Bawar Media CenterJune 2, 202125

د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله شاوخوا درې زره کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه کېدو ته اړ شوې او ښار ته یې پناه راوړې ده.
دا بېځایه شوې کورنۍ اوسمهال د کندوز ښار په ښوونځیو کې ځای پرځای شوې دي.
ځايي حکومت له څو ورځو راپدېخوا پر یادو کورنیو درې وخته پاخه خواړه وېشي.
د کندوز ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي وايي، د امام صاحب ولسوالۍ بېځایه شوو کورنیو شمېر نږدې پنځه زره کورنیو ته رسیږي.
د کندوز ولایت کډوالو چارو ریاست وايي، یادو کورنیو ته د بېړنیو مرستو لړۍ پيل شوې ده.
په همدې حال کې د کندوز والي عبدالستار میرزکوال وايي چې ۱۷ ډلې ټاکل شوې څو بېځایه شوې کورنۍ سروې او پېژني څو د حکومت او موسسو اساسي مرستې پر هغوی ووېشل شي.
شاوخوا درې اونۍ مخکې وسله والو طالبانو پر یادې ولسوالۍ خپلو بریدونو ته زور ورکړ چې په پایله کې یې نږدې درې زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې.
خبریال: عنایت الله خلیق