طالبانو د ماین پاکۍ موسیسې ۱۰ کارمندان وژلي

Bawar Media CenterJune 9, 202120
429_baghlan

د بغلان امنیتي چارواکي د وسله والو طالبانو په برید کې د ماین پاکۍ موسسې د ۱۰ کارمندانو وژل کېدو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت وویل، تېره شپه ۱۰ بجې طالبان د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ شیخ جلال سیمه کې د ماین پاکۍ موسسې ته ننوتلي او د دې موسسې پر کارکوونکو یې برید کړی.
بشارت زیاتوي، د طالبانو په برید کې د ماین پاکۍ موسسې ۱۰ کارکوونکي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د ده په وینا، وسله والو لومړی د دې موسسې کارکوونکي په یوه خونه کې راټول کړي او وروسته یې پر هغوی برید کړی.
د همدارنګه زیاته کړه چې ټپیان د درملنې لپاره د بغلان روغتون ته وړل شوي دي.
که څه هم امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید رد کړی.