بلخ کې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

Bawar Media CenterJune 12, 2021101
430_balkh

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي، نن سهار د مزار شریف ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې په پایله کې څلور تنه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وویل چې په چاودنه کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.